د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ په راموک کلي کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسه مړه شوي او لس نور ټپيان دي. د دایکندي د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر رحمتالله ابراهیمي وايي، چې په مړو شوو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. نوموړی دغه راز د سړکونو خرابوالی په دغه ولایت کې د ترافیکو پېښو عمده لامل بولي. د دایکندي د عامې روغتیا رییس اسحق علي درمان د ځینې ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې يې ده چې ښايي د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي. د هغه په وینا ټپیان د شهرستان ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ژر به د ولایت مرکزي روغتون ته ولېږدول شي.
































