امریکایي سناتورانو ویلي د طالبانو له لوري د بریدونو ډېرېدلو د سولې هوکړې د عملي کېدو په تړاو اندېښنې پارولې دي. د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انګل په یوه اعلامیه کې ویلي طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه کړې او له مخې یې تاوتریخوالی باید کم شوی وی، خو دغه ډلې په دې وروستیو کې جګړې شدیدې کړې دي. ددغه کمېټې په خبره همدې مسئلې د سولې هوکړې د عملي کېدو په تړاو اندېښنې پارولې دي او داسې وېره ده چې ښایي د سولې هوکړه عملي نه شي او طالبان دې هوکړې ته ژمن نه وي. یادې کمېټې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی ودروي، بشري اوربند دې وکړي او د تاوتریخوالي کمېدو ته د ژمن شي. سرچینه کاږي که وضعیت همداسې دوام وکړي نو دا شک به په یقین بدل شي چې طالبان د سولې هوکړې عملي کېدو ته ژمن نه دي.
































