د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه کړې ده. باختر اژانس راپور ورکړی دی چې نوموړي له سرحدونو څخه د ساتنې په برخه کې د یادې قول اردو هڅې ستایلې دي او په اړونده برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې کړې دي. دا خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپورونه ورکړي دي چې اسلو کې د افغانستان په اړه د ناستې سره جوخت ملا برادر اخند او د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا یعقوب په داسې حال کې روسیې ته تللي دي چې امرالله صالح او احمد مسعود هم خپل ځای ځایګی د روسیې په نیت پرېښي دي. خو تر اوسه پورې رسمي سرچینو په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
































