د افغانستان ا.ا وایي چې د سترې محکمې تر چتر لاندي یې د نشه یې توکو اړوند موضوعاتو د حل په موخه ځانګړې محکمه منظوره کړې ده. د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي خان محمد د قاضي، مفتي عبدالله نایب د مفتي او مولوي الفت یې د دغې محکمې د محرر په توګه ټاکلي دي. د یادونې ده چې له نشه یي توکو سره کارنده مبارزه یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه ده چې نړیواله ټولنه یې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د فشار په توګه کاروي او تل له دغې پدېدې سره مبارزه د ګډو همکاریو یو مهم اصل بولي.
































