د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر د ناندریو له ډېرېدو سره هممهاله امریکا زرګونه سرتېرو ته د تیارسی امر کړی دی. د امریکا ددفاع وزارت ویاند وایي دوی په اروپا او اوکراین ته نږدې پرتو هېوادونو کې شاوخوا ۸۵۰۰ عسکرو ته د تیارسی امر کړی دی، خو تر دې دمه په اوکراین کې د عسکرو ځای پر ځای کول نه دي پيل شوي.
جان کربي وایي همدا چې د ناټو غونډه اوکراین ته د عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړي، نو هغه سرتېري به ژر تر ژره اوکراین ته ولېږل شي چې د چټک غبرګون لپاره روزل شوي دي. بلخوا روسیې یو ځل بیا ویلي چې دوی پر اوکراین د برید پلان نه لري خو له خپلو پولو دفاع کوي او ګواښونو ته د لویېدو اجازه نه ورکوي.
































