په افغانستان کې ماتې د امریکا نړیوال حریفان زړه ور کړي دي. د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت مرستیال مک فارلنډ فاکس نیوز ته ویلي، نړۍ ټول هغه څه ولیدل چې امریکا په افغانستان کې ترسره کړل. دده په وینا له کومو پېښو سره چې امریکا په افغانستان کې مخ شوه، په نړیواله کچه یې د واشنګټن سیالان او حریفان زړه ور کړي دي.
دده په وینا په اوکراین، ټایوان، ایران، شمالي کوریا او ځینو نورو هېوادونو کې روان وضعیت له افغانستان تر وتلو وروسته پېښ شوی دی او ټول فکر کوي چې امریکا ماتولی شي او اوس د دوی وار دی. فارلنډ وایي له افغانستان وتلو ډېرو هېوادونو ته د امریکا پر وړاندې جرات ورکړی دی او دا یو ستر واقعیت دی.
هغه د بایډن د ادارې پر تګلارې نیوکه کړې ده او وایي امریکا ته په کار ده چې خپل ځای ځایګی ثابت کړي.
































