امریکا او قطر د افغانستان په اړه پر ګډې همکارۍ خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او ددغه هېواد په اړه د قطر او امریکا پر ګډې همکارۍ خبرې شوې دي.
بلینکن وایي چې دوی له قطر سره د افغانستان په اړه ښه ملګرتیا لري او د لا پیاوړتیا لپاره یې کار کېږي. دوی همدا راز په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو د امنیت او خوندیتوب په اړه هم خبرې کړې دي. رسنۍ بیا وایي چې دواړو لورو د تخلیې ماموریت پر بیا پیل بحثونه کړي دي.
د تخلیې ماموریت له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په ټپه ولاړ دی او ویل کېږي چې په دې برخه کې ځينې خنډونه رامنځ ته شوي دي خو په اړه یې کره جزیات نشته.
































