آلمان وایي د افغانستان نوی حکومت دې بشري حقونه رعایت کړي او د وېرې له خپرولو دې ډډه وکړي. د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي جیسفر وېک د اوسلو د غونډې په جریان کې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې دلته یې د نوي حکومت او مدني ټولنې له استازو سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
دده په وینا د المان پیغام واضح دی باید بشري حقونه رعایت شي، د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅه وشي، د وېرې له خپرولو ډډه وشي، بشري حقونه رعایت شي او د ټولو ښوونځیو دروازې دې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.
هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې آلمان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او تمه لري چې نوی حکومت د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي.
































