د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې تر دې دمه پر کرونا ۱۳۴۷۳۰۹ کسه اخته شوي چې له دې ډلې ۸۰۰۳۷ یې مړه شوي دي. همدا راز په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰۰۷۲۸ ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۲۸۰۴۳۱ کسه یې مړه شوي دي. تر امریکا وروسته ډېرې مثبتې پېښې په هسپانیا کې دي. په دغه هېواد کې ۲۶۲۷۸۳ کسان په کرونا اخته شوي او ۲۶۴۷۸ یې مړه کړي دي. کرونا ویروس په برېتانیا کې ۳۱۶۷۸، په ایټالیا کې ۳۰۵۹۵، په فرانسه کې ۲۶۳۱۰ او په ایران کې ۶۵۸۹ کسان مړه کړي دي.
































