د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جاسپر ویک په اسلو کې د افغانستان ا.ا له پلاوي سره کتلي دي. ویک پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په دې لیدنه کې یې د نورو موضوعاتو سربېره له افغانستان څخه د خپلو پاتې وګړو پر خوندي وتلو، زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي او روغتیایي چارو خبرې اترې کړې دي. د یادونې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلو ناسته ګټوره بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د یادې لیدنې په څنډه کې به د یو شمېر هېوادونو له استازو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې ولري او هیله یې ښودلې ده چې یاده لیدنه به له لاسته راوړنو ډکه وي.
































