د فرانسې هېواد د اسیا او پاسیفیک برخې مسوول برتراندي لوتهوري ویلي چې فرانسه له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او دغه هېواد په پام کې لري چې سږکال له افغانستان سره د اړیکو سلمه کلیزه ولمانځي. هغه دا څرګندونې په ناروې کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي څرګنده کړې ده چې دوی له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي او په خبره یې فرانسه به د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او دغه راز غواړي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ولري. بلخوا متقي په یاده لیدنه کې له فرانسې سره په مثبتو اړیکو ټینګار کړی دی او د روغتیا، تعلیم او بشري مرستو په برخه کې یې له افغان ولس سره د دوی د مرستو غوښتنه کړې ده. په یاده ناسته کې دغه راز هوکړه شوې ده چې دا ډول ناستې به دوام پیدا مومي.
































