امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په ناروې کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي.
آیډه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو پر رعایت، ښوونځیو ته د نجونو پرېښودل او ورته نور هغه مسایل وو، چې رغنده خبرې ورباندې شوې دي. آیډه همدا راز وايي چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دی نو له همدې امله ددې غوښتونکی دی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.
هغه د ناروې هېواد له دې ابتکار هم مننه کړې چې د افغان حکومت او مدني ټولنې ترمنځ یې د خبرو زمینه برابره کړې ده.
































