په کابل کې یو ځل بیا ګڼو مېرمنو د امریکا د اقتصادي فشارونو پر ضد چې دوی یې ښکاره ظلم بولي لاریون کړی دی. دوی پر امریکا او د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي. هغوی د امریکا له لوري د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده مالي شتمنۍ کنګل کېدل له افغانانو سره د امریکا ښکاره دښمني بللې ده او غوښتنه یې کړې ده چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د مخنیوي په موخه هر څه ژر باید دا پیسې ازادې کړل شي. یادو معترضو مېرمنو دغه راز پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي او د ګاونډیتوب اصولو ته په پام دې د دوه اړخیز درناوي په رڼا کې له نوي سرپرست حکومت سره اړیکې جوړې کړي.
































