د امریکا د استازو جرګې ۸۱ کلنې مشرې نانسي پلوسي خبرداری ورکړی دی چې ډیموکراسي له سختو ننګونو سره مخ ده. هغه چې اتلس ځله پر دغې څوکۍ پاتې شوې ده غواړي د ۱۹م ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې مشرۍ ته ځان نوماند کړي. پلوسي ټینګار کړی دی چې که څه هم دا نور له فزیکي پلوه چمتو نه ده چې دا دنده مخ ته یوسي خو ټینګار کوي چې پر دې څوکۍ یې د پاتې کېدو دلیل د ډیموکراسي ژغورل دي. د یادونې ده چې نوموړې په ۱۹۸۷ کې د لومړي ځل لپاره د امریکا کانګرس ته بریالۍ شوه او دا یې ۱۸م ځل دی چې د دغې جرګې مشري پر غاړه لري.
































