امریکا او اروپا وایي د افغانستان نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي. اروپايي ټولنې او امریکا د اوسلو تر غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت او دایمي ثبات غوښتونکي دي.
همدا راز په دې ګډه اعلامیه کې راغلي چې د اوسلو غونډه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده او په خبره یې نوی حکومت یوازې د افغانانو له لوري مشروعیت خپلولی شي. سرچینه کاږي چې دوی د بشري حقونو پر رعایت، د ښوونځیو پر خلاصېدو او بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
اعلامیه کې راځي چې په دې غونډه کې د امریکا، اروپايي ټولنې، فرانسې، ناروې، ایټالیا او برېټانیا استازو ګډون کړی و او د یادو مسایلو په اړه ټول یوه خوله دي.
































