شمالي کوریا تازه دوه نور توغندي ازمویلي دي. د جنوبي کوریا نظامي مسوولینو ویلي چې شمالي کوریا تازه په تازه دوه توغندي ازمویلي دي، خو د مشخصاتو او څرنګوالي په اړه یې تر دې دمه معلومات نشته دي.
د جنوبي کوریا چارواکي همدا راز اندېښنه ښيي چې د شمالي کوریا ورته اقدامات به په سیمه کې نارامي رامنځ ته کړي. تر دې اونۍ وړاندې هم شمالي کوریا بالستیک توغندي ازمویلي وو، چې د امریکا او ملګرو ملتونو د امنیت شورا غبرګون یې پارولی و.
امریکا وایي د شمالي کوریا د ورته کړنو دوام به پر دغه هېواد نور اقتصادي فشارونه هم رامنځ ته کړي.
































