افغانستان ته یوازې د بشري مرستو رسول کافي نه دي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې یوه پراخ سیاسي حل ته اړتیا ده. دده په خبره په افغانستان کې یوازې بشردوستانه مرستې او پر دې برخه تمرکز کول کافي نه دي، بلکې دلته د میلیونونه انسانانو د دایمي ژوند مسئله مطرح ده.
هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په تېره امریکا او اروپا باید په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت، دایمي ثبات او افغانانو د حقونو خوندي کولو ته هڅه وکړي. کنینګهم ټینګار کوي چې ښايي نړیواله ټولنه په دومره اسانۍ د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي، ځکه تر دې دمه لا هم پراخې اندېښنې د ګڼو مسایلو په اړه موجودې دي
. کنینګهم ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي، د افغانانو لاسنیوی دې وکړي خو تر څنګ دې د سیاسي حل لپاره فرصت برابر کړي.
































