واشنګټن غواړي چې په امریکا کې د افغانستان سفارت وتړي. سپوټنیک اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی دی چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او کنسولګري تړل کېږي او دغه راز له دې سره به د یاد سفارت د کارکوونکو ډيپلوماټیک مسوونیت هم لغوه شي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې په واشنګټن کې د افغان استازولۍ دوو کارکوونکو د موضوع د حساسیت له امله د نومونو له ښودلو پرته ویلي وو چې له یوې میاشتې راهیسي یې بانکي اکونټونه تړل شوي دي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له کابل څخه د یاد سفارت بودجه لغوه شوې او دغه سفارت د لګښتونو په کمښت سره هڅه کړې ده چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
































