د هند او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د یو پراخ او ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه. د هند صدراعظم نریندرا مودي په یوې انلاین غونډه کې د تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د رهبرانو د یوې غونډې مشري وکړه. د دغو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د روان بشري بحران د مخنیوي لپاره د یوې ګډې کاري ډلې په جوړولو او د طا لبانو د حکومت د رسمي پېژندلو پر موضوع باندې په بحث کولو توافق وکړ. د دغې غونډې اعلامیه وایي چې په افغانستان کې د یو پراخ او ټولشموله حکومت د جوړېدو، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د بشر، ښځو او اقلیتونو د حقونو د ساتلو په اړه سیمه ییزه اجماع موجوده ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي رینات ساندو وویل چې هند او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو د هند د چابهار بندر د پراخولو لپاره د یوې بلې کاري ډلې په جوړولو هم موافقه وکړه چې په وچه کې ایسار سیمه ایز هېوادونه اوبو ته لاره ومومي.
































