په لوږه او انزوا کې د افغانانو پرېښودل د هېچا په ګټه نه دي. د افغانستان لپاره د برېټانیا پخواني ځانګړي استازي مایکل کېټنګ په خپله تازه مرکه کې پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو روانو ستونزو او کشمکش ته د پای ټکی کېږدي. دده په خبره په انزوا او لوږده کې د افغانانو پرېښودل د هېچا په ګټه نه دي.
دده په وینا دمګړی په دغه هېواد کې میلیونونه وګړي له لوږې او ستونزو سره مخ دي نو ددې جدي اړتیا ده چې د خلکو لاسنیوی وشي او د افغانستان اقتصاد په حرکت کې راوستل شي.
هغه ټينګار کړی چې د افغانستان د روانې ستونزې د حل لپاره باید پر نوو لارو چارو کار وشي او له هرې ممکنې لارې دې له افغانانو سره مرستې ادامه پيدا کړي، ځکه ددغه هېواد ګوښه کول او له دوی سره همکاري نه کول د هېچا په ګټه نه دي.
































