د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي چې روسیه به په اوکراین باندې په برید کولو سره د جګړې د ښکېلو غاړو لپاره سخته مرګ ژوبله او ورانی رامنځته کړي. هغه چې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آستن سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل د دغې احتمالي تراژیدۍ د پېښېدو مخه یواځې په هغه صورت کې نیول کیدای شي چې روسیه خپل ځواکونه پرشا کړي. د امریکا له خوا دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکول کیږي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ بن بست خپل اوج ته رسېدلی دی.
































