د رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې بند پاتې افغانانو په پر له پسې توګه غوښتنه کوله چې د چمن سپین بولدک لاره دې پرانیستل شي چې پرون د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوې وه او په دې لړ کې درې زره کسان له پاکستان را اوښتي دي. په دې کې هغه کسان شامل دي چې پاکستان ته د درملنې او یا نورو اړینو کارونو په موخه تللي وو. پاکستاني حکومت ویلي چې لاره دمګړی بېرته تړل شوې ده خو د هوکړې له مخې سوداګریز کاروانونه پر دغه لار تګ راتګ کولی شي.
































