اوکراین یو ځل بیا پر خپلو متحدو هېوادونو غږ کړی چې له روسیې سره مذاکراتو کې له هوښیارۍ کار واخلي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلي، د غرب دا چاره چې د روسي ځواکونو د راټولېدو له امله وېره خپروي د منلو نه ده، خو تر څنګ یې له غربي هېوادونو په مذاکراتو کې د پیاوړي دریځ غوښتنه کوي.
نوموړي ویلي چې له خپلو متحدو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او ددې سخت ملاتړی دی چې مذاکرات مثبته پایله ولري او د اوکراین ګټې خوندي کړي. اوکراین په وروستیو میاشتو کې د نړیوالو رسنیو د خبر سرټکی دی او د امریکا او روسیې ترمنځ د ټکر نقطه ګڼل کېږي. خو تر دې دمه دواړه لوري پر مذاکراتو ټینګار کوي.
































