د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باندې غږ کړی دی چې د افغان زدهکړیالانو لپاره د فولبرایټ بورسونو د ځنډېدو پر پرېکړه له سره غور وکړي. یاد صندوق دغه راز له امریکا څخه غوښتنه کړې ده چې افغان محصلینو پر وړاندې دې خپلې دروازې نه بندوي او هغوی ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي. یاد صندوق دا غوښتنه وروسته تر هغه کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان زدهکړیالانو لپاره د فولبرایټ بورسونو بهیر ځنډولی دی او دا چې ولې یې دا پرېکړه کړې ده په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا پر افغانستان بندیزونه لګولي دي او داسې ښکاري چې له دې چارې هم د فشار په توګه کار اخلي.
































