د پښتونخوا په پېښور ښار کې د وسله والو په یو برید کې دوو مسیحیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني پولیسو ویلي چې دا پېښه نن د پېښور پر رینګ روډ باندې د ګلبهار په نامه د پولیسو یوې قرارګاه ته نږدې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. راپور کاږي چې نامعلومو موټرسایکل سپرو تر برید وروسته د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي. تر اوسه پورې د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. پاکستاني چارواکي دې بریدونو وارخطا کړي دي او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څه موده وړاندې ویلي وو چې ښایي په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زور واخلي.
































