د ترکمنستان د ټاپي پروژې استازي عاشیر قربان نیازوف ویلي دي چې افغانستان باید په خپله خاوره کې د ګازو د نللیکي د غځولو برخه کې جدي اقدام وکړي. نیازوف زیاته کړې ده چې په دې سره به په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به له دې درکه ۶ میلیارده ډالر د ترانزیټ حق هم تر لاسه کړي. هغه څرګنده کړې ده چې دوی به په دې برخه کې د نړیوال او اسیا انکشافي بانک د همکاریو د راخپلولو هڅې هم دوامداره وساتي څو هر څه ژر دا پروژه په بریالۍ توګه پای ته ورسېږي. په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې په راتلونکي پسرلي کې به د دغې پروژې چارې له هرات ولایت څخه راپیل کړي.
































