د امریکا ددفاع وزیر به د تخلیې ماموریت او افغانستان کې د امریکا د ماموریت د وروستیو اونیو په اړه کانګریس ته سپیناوی ورکړي. امریکایي رسنۍ وایي چې جنرال آسټېن به روانه اونۍ د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو او پوځي چارو د کمېټې په غونډه کې حضور ولري.
د امریکا د کانګریس غړو ویلي، امریکایي حکومت د تخلیې ماموریت، سرتېرو د ایستلو او حضور د وروستیو اونیو په اړه وضاحت ورکړی دی، خو دا کافي نه دی.
استازي وایي ښايي لویډ آسټین د افغانستان په اړه له سختو پوښتنو سره مخ شي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د امریکا ددفاع او بهرنیو چارو وزیران د کانګریس پوښتنو ته ځواب ووايي، خو د نامعلومو دلایلو له امله دا استجواب تر دې دمه ځنډول شوی و او ټاکل شوې چې کانګریس روانه اونۍ خپلې پوښتنې د پنټاګون له مشر سره مطرح کړي.
































