د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ا.ا له خوا شخصي ورځپاڼو ته د چاپ اجازه ورکړل شوې او دغه رسنۍ کولای شي د مخکېني نظام له خوا د جوړ شوي رسنېز قانون پر بڼسټ فعالیت وکړي. نوموړی وايي، څو میاشتې کېږي چې دولتي اخبارونه ټول چاپیږي. مجاهد دغه راز ویلي، چې ازادې رسنیو ته هم چې د دوی لخوا کوم اصول ټاکل شوي رعایت کړي کولی شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د اګست له پنځلسمې په افغانستان کې د ا.ا له واکمنۍ وروسته، د نېږدې ټولو خپلواکو ورځپاڼو د چاپ بهېر په تپه درېدلی دی. د دغو ورځپاڼو او نشریو یو شمېر مسوولین وایي، اقتصادي ستونزې او سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي چې چاپي رسنۍ خپل فعالیتونه ودروي.
































