بایډن او د قطر امیر به پر افغانستان خبرې کوي. ټاکل شوې چې تمیم بن حمد الثاني به په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر بايډن سره د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي چې د افغانستان په اړه به څه ډول بحثونه کېږي، خو په وروستیو کې امریکا د افغانستان اړوند ټول مسایل له قطر سره مطرح کوي او له دغه هېواد د یوه پل په توګه کار اخلي.
همدا راز قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د امریکا مهم شریک هېواد بلل کېږي چې د تخلیې په ماموریت کې یې مهم رول درلودلی دی. ددې تر څنګ به له قطري لوري سره له قطر اروپايي هېوادونو ته د انرژۍ د لېږد په اړه هم بحثونه او خبرې کېږي.
































