روسیه وایي له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پراختیا غوره اقدام دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د ځينو هېوادونو له هغه اقدام هرکلی کوي، چې غواړي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، د جاپان په ګډون ځينې هېوادونه غواړي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.
دده په وینا مسکو د ورته اقداماتو هرکلی کوي او تمه لري چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پراخې او پیاوړې شي.
کابل کې د نوي حکومت له جوړېدو سره سم ځينو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي، خو تر څنګ یې ګڼو هېوادونو د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی. نوی حکومت وایي نړیوالو ته ډاډ ورکوي، چې خپلو ديپلوماتیکو ماموریتونو ته په امنه فضا کې ادامه ورکولی شي.
































