د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې له هندي چارواکو سره یې د سولې په برخه کې د فعال رول پر ترسره کولو بحثونه کړي دي. دده په وینا امریکا له هند غواړي چې د افغانستان په سوله، ثبات او بیا رغونه کې لا ډېره ونډه واخلي. خلیلزاد د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له هندي چارواکو سره افغانستان ته د هندي ځواکونو پر لېږلو هېڅ راز خبرې نه دي شوې او نه هم دا د بحث په اجنډا کې شامله موضوع وه.
































