د اوکراین د مسئلې د حل لپاره ديپلوماتیکې هڅې ډېرې شوې دي. د راپورونو له مخې تازه د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون کېف ته روان شوی دی او تر څنګ یې ټاکل شوې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران هم پر مسئله تازه بحثونه ولري.
بلخوا راپورونه وایي چې نظامي تحرکات هم په سیمه کې ډېر شوي دي. د ناټو غړي هېوادونه هڅه کوي د احتمالي خطر د پېښېدو په صورت کې په ګډه واحد غبرګون وښيي او روسي ځواکونو بیا د اوکراین له پولې سره سختو نظامي تمریناتو ته ادامه ورکړې ده.
سره له دې روسیې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی پر خپل دريځ ولاړ دي او په خبره یې دوی د ستونزې حل غواړي خو امریکا په لوی لاس نه غواړي د اوکراین ستونزه حل کړل شي.
































