وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې هېڅ اداره د خپلو عوایدو د لګولو اجازه نه لري. د کابینې غونډه د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ شوې ده او په دې غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي.
د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې هېڅ عایداتي اداره په خپل سر د خپلو عایداتو د لګولو حق نه لري او په وینا عواید به ټول د بانکونو له لارې په شفافه توګه د حکومت خزانې ته راځي. همدا راز کابینې د شهداوو او معلولینو وزارت ته دنده سپارلې، څو یوه ځانګړې طرحه جوړه کړي چې له مخې یې د مخکینې حکومت د معلولینو لپاره د ځانګړو مالي مرستو پلان جوړ شي.
همدا راز د کرنې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کرنې په برخه کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو پانګونې ته زمینه برابره او دوی ته دې ځمکې ځانګړې کړي.
































