برېټانیا وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي. افغانستان کې د برېټانیا ماموریت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دوی په روان کال کې د بشردوستانه مرستو دوه برابره کولو ته ژمن دي او په خبره یې تمه لري چې زرګونه افغانانو ته روغتیايي خدمات او خواړه ورسولی شي.
سرچینه کاږي دوی ژمنه کړې چې له افغانانانو سره به ۲۸۶میلیونه یورو مرسته کوي، چې په دې کې له شاوخوا ۶۰ روغتونونو سره د درملو او اړینو توکو مرسته کېږي او همدا راز برېټانیا غواړي ډاډه شي چې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د دوی مرستې پر شاوخوا ۴،۴۷ میلیونه له لوږې سره مخ افغانانو باندې وېشل کېږي. برېټانیا تر دې وړاندې هم د بشردوستانه مرستو د پراختیا او دوام ډاډ ورکړی دی.
































