د قطر او کابل ترمنځ مستقیم پروازونه پيل شول. د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان او قطر ترمنځ پروازونه په رسمي توګه پیل شول او له دې وروسته به افغان او قطري الوتکې کولی شي په ګډه د مسافرو د لېږد را لېږد لپاره اقدام وکړي.
ملکي هوايي چلند اداره وایي هره اونۍ به افغان او قطري الوتکې خپل پروازونه ترسره کوي. تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د کابل او قطر ترمنځ د پروازونو پر بیا پيلېدو هوکړه شوې ده او په اونۍ کې به دوه پروازونه ترسره کېږي.
له دې سره جوخت قطري چارواکو ویلي چې د پاتې بهرنیو وګړو لپاره به د تخلیې ماموریت هم ادامه ولري.
































