د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۳۶۱ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ددې وزارت مرستیال وحید مجروح نن په یوه خبري ناسته کې وویل، ددې تازه پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۰۲ ته ورسید. دی وایي، په همدې موده کې بیا پر کرونا ویروس اخته پنځه ناروغان مړه شوي او ۶۵ نور بېرته له دې ناروغۍ روغ شوي هم دي. له دې سره هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۰ او د روغو شویو ۵۵۷ ته ورسید.
































