هند په خپله بودیجه کې له افغانستان سره د مرستې لپاره پیسې ځانګړې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې هند د روان میلادي کال په بودیجه کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ۲۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. راپورونه وايي چې په ځانګړې شوې مرسته کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.
هندي حکومت بیا ویلي چې د افغان زده کوونکو د بورسیو لګښتونه به هم له همدې پیسو ورکول کېږي.
هند په تېرو کلونو کې یو له هغه هېوادونو و، چې له افغانستان سره یې په بېلو برخو کې مرستې کولې، خو د نوي حکومت په راتګ سره یې تر دې دمه یوازې د بشردوستانه، خوراکي توکو او درملو مرستې کړې دي. تر څنګ یې دا ژمنه هم کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
































