د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او غړو وسله وال برید شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي دغه پېښه نن په ژوب کې شوې ده. دوی ادعا کوي چې په ژوب کې د پاکستاني حکومت امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو په تېره پر منظور پښتین او نور پاچا برید کړی دی.
په پېښه کې نورپاچا ټپي شوی دی. د غورځنګ نږدې سرچینې وایي چې د ټپیانو شمېر ډېر دی. دوی د پېښې پړه پر پاکستاني حکومت اچوي. په ټولنیزو رسنیو کې هم دې مسئلې سخت غبرګونونه پارولي دي او کاروونکي د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې دغه پېښه په جدي توګه تعقیب کړي، ځکه د بشري حقونو ښکاره نقض او جنایت دی.
































