د سالنګونو لویه لار د سختو ورښتونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي چې په شمالي او جنوبي سالنګ کې د واورې ورښت او توپان زور اخیستی. سرچینه وایي چې له تېرې شپې راهیسې دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د چارواکو په خبره دوی د مالي او ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره لاره تړلې ده له همدې امله له مسافرو غواړي چې تر راتلونکې اطلاع پورې له تګ راتګ ډډه وکړي. بلخوا د هوا پېژندي ادارې بیا د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو خبر ورکړی دی.
































