افغان حکومت وايي سوداګر دې د نرخونو د ټېټولو لپاره اقدام وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولینو تېره ورځ ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هېواد کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی دی، نو له همدې امله سوداګرو ته په کار ده چې په بازارونو کې د توکو په تېره د خوراکي توکو د بیو د کمښت لپاره اقدام وکړي.
په هېواد کې د خوراکي توکو بیې هغه مهال لوړې شوې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټ شو، خو اوس چې بېرته افغانۍ خپل ارزښت ترلاسه کړی دی، لا هم خوراکي توکي په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي. عام وګړي هم په بازارونو کې د لوړو نرخونو د موجودیت له امله شکایت کوي.
































