په مسکو کې افغان سفارت په لګښتونو کې سپما ته اړ شوی دی. روسي رسنۍ وايي په مسکو کې د افغانستان سفارت له مالي ستونزو سره مخ دی، ځکه له پلازمینې کابل مالي امکانات پرې بند شوي دي. سرچینه کاږي له همدې امله سفارت هڅه کوي سپما وکړي او له غیر ضروري لګښتونو تېر شي.
همدا راز ددې احتمال شته چې ددغه سفارت د کارکوونکو په شمېر کې هم کموالی راوستل شي. د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم په ځینو نورو هېوادونو کې افغان ديپلوماتانو ویلي وو، چې دوی ته مالي امکانات نه رسېږي او معاشونه یې هم ځنډېدلي دي.
































