په داسې حال کې چې لویدیځ په اوکراین د روسیې د ممکنه برید د اندېښنې کمولو په اړه خپل اقدامات زیات کړي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کیف ته د سفر په مهال د اوکراین او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی. اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادي میر زیلینسکي سره په ملاقات کې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې خبرو وړاندیز او په دې اړه یې بیا تاکید کړی دی. اردوغان هڅه کوي چې له پوتین سره د خپلو ځانګړو اړیکو له لارې او د کیف سره د قوي همکارۍ لپاره د سولې خبرې برابرې کړي. د اوکراین ولسمشر د اردوغان د هلو ځلو مننه کړې او ټېنګار یې کړی چې چمتو دی په اوکراین کې د سولې راوستلو لپاره په ټولو برخو او مرحلو کې له هر امکان څخه کار واخلي. ترکیه دا وړاندیز داسې مهال کوي چې مسکو کیف ته د ترکیې له لوري د جنګي بي پیلوټه الوتکو د ورکولو له کبله په انقرې باندې په غوصه دی. ترکیې او اوکراین پرون د بي پیلوټه الوتکو د تولید د زیاتولو یو بل تازه تړون هم لاسلیک کړ.































