د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سوریې شمال لوېدیځ کې د داعش ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي وژلی دی. د جو بایډن له ټویټر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د امریکا د ځانکړو ځواکونو وړتیا او زړورتیا ستایل شوي او زیاته شوې چې په دغو عملیاتو کې ټول ښکېل امریکایان په خوندي ډول بېرته ورګرځېدلي دي. دامریکا ولسمشر بایډن داسې مهال د سوریې په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر د وژلو خبره کړې چې تر دې مخکې سوري سرچینو د امریکا د ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د شپږو ماشومانو په ګډون د ۱۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. دغه عملیات په سیمه ییز وخت د (پنجشنبې) په شپه د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې اتمه ښارګوټي کې شوي وو. دغه ښارګوتی د سوریې ادلیب ولایت کې ترکیې سره پولې ته نږدې پروت دی. ځايي سرچینو ويلي دغو عملیاتو کې ګڼو امریکايي چورلکو برخه اخیستې وه چې پر ځمکه له سخت مقاومت سره مخامخ شوې.
































