پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کې د پوهنتونونو د بیا پیل له اعلان څخه هرکلی وکړ او نېک اقدام یې وباله. حامد کررزي پر ټولو محلصینو (نجونو او هلکانو) غږ وکړ، چې د هېواد روښانه راتلونکې د افغانستان د ځوان او تعلیم یافته نسل هڅې او زیار پورې تړلې ده او له دوی څخه غواړي چې د هېواد د پرمختګ او د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په پوره مینې او علاقې خپل درسونه پر مخ بوځي تر څو هم ځان د علم په زیور سمبال کړي او هم خپل هېواد او خلکو ته د خدمت جوگه شي. ا.ا وړمه ورځ په هېواد کې د ګرمسیرو پوهنتونونو د بيا پيل اعلان وکړ.
































