د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په خپله وروستۍ مرکه کې هیله څرګنده کړې چې دیر ژر به ا.ا په رسمیت وپېژندل شي. امیر خان متقي په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې له نړیوالو سره د دوی تعامل رسمي دی، دوی د نړیوالو مشروعیت د ترلاسه کولو په هڅه کې دي او د نړیوالو لخوا رسمیت پېژندنې ته نږدې شوې دي. امیر خان متقي وايي دا د افغانانو حق دی چې نړیوال یې په رسمیت وپېژنې او دوی د دې کار لپاره خپلو سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي. په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه که دوی هر اقدام کوي دا دخپل رسالت له مخې ترسره کوي نه د نړیوالو د فشار په اساس. نوموړی وایي دا مهال نړۍ غواړي څو له افغانستان سره تعامل ولري. د ا.ا د رسمیت پېژندنې په اړه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر اوسه یوه هیواد هم ا.ا په رسمیت نه دی پيژندلی خو یو شمیر هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولی پرانیستې دي.
































