د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي د افغانستان په کومو کانونو کې چې چین پانګونه کړې په کار کې یې باید لازمه چټکتیا راشي. دغه څرګندونې د یاد وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په لیدنه کې وکړې. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا او کانونو په برخه کې د چین پانګونې او دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې په اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي چې په یاده لیدنه کې د چین سفیر د افغانستان نوي حکومت سره د سیاسي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي. دغه راز هغه لیکلي د بهرنیو چارو سرپرست د چین له سفیر څخه وغوښتل چې دغه هېواد کې د افغان محصلینو د ستونزو حل کې مرسته وکړي.
































