په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وایي چې په دغه هېواد کې ۲۱ تنه افغانان د کرونا له امله مړه او ۳۰ نور پر اخته شوي دي. افغان سفیر احمد جاوید مجددي له پژواک سره په مرکه کې ویلی، چې پر کرونا اخته شوي کسان اوس په بېلا بېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.د نوموړي په وینا، کېدای شي یو شمېر نور کسان هم پر دې ناروغۍ اخته شوي وي، خو هغوی روغتونونو ته مراجعه نه ده کړې او له دوی سره تر اوسه رسمي ارقام همدا دي. په سعودي عربستان کې تراوسه ۳۷۱۳۶ تنه پر کرونا اخته ، ۲۴۰ تنه مړه او ۱۰۱۴۴ تنه بیرته روغ شوي دي. د یادونې ده، چې تر دې مخکې په ایران ، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم له کرونا څخه د افغانانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي وو.
































