د بلوڅ بېلتونپالو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړې لا هم په ځینو برخو کې روانې دي. پاکستاني رسنۍ وایي چې په ځینو برخو کې پاکستاني عسکرو پر بلوڅ بېلتونپالو بریدونه کړي دي او جګړې لا هم روانې دي.
بلخوا بلوڅ بېلتونپال بیا مطبوعاتو ته وایي چې دوی پر پاکستاني عسکرو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده او لسګونه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني عسکرو او بلوڅ بېلتونپالو ترمنځ جګړې درې ورځې وړاندې له دوو سترو بریدونو وروسته پيل شوې دي.
بلوڅان وایي چې دوی د پاکستاني حکومت له بې عدالتیو ستړي شوي دي او ددغه حکومت پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
































