د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ته نږدې په سرغرګۍ سیمه کې د سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلوچستان کې، پاکستاني پولیس چارواکو ویلي چې دا پېښه په کان کې د زهرجن ګاز د جمعه کېدو له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې پنځه کارګر مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې د پېښې له ځایه یې دوه تنه روغ رمټ را ایستلي دي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده خو دا چې د پېښې تر شا د چا لاس دی هغوی یې په اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې د ورته ډېریو پېښو پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو وراچول شوې ده.
































