د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا د بشر دوستۍ داعیه تر پوښتنې لاندې راوستې ده او زیاته کړې یې ده چې امریکا کې د ورځې تر سل کسه ډېر وژل کېږي او واشنګټن د خپل هېواد ستونزو ته د رسیدګي پر ځای په نوره نړۍ کې د بشر حقونه پالي. په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر غړي او ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو پر بنسټ په دغه هېواد کې هره ورځ ۱۰۶ کسه وژل کېږي، چې د ده په خبره دا بیا په یوه اوونۍ کې ۴۴۲، هره میاشت ۳۱۸۰ او هر کال کې ۳۸۱۶۰ کسان کېږي. هغه د خپل ټویټ پر دوام د تعجب په ډول لیکلي، دا دي بشري حقوق او دا دی امنیت. د یادونې ده چې امریکا او یو شمېر نورو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې بشري حقونه له ګواښ سره مخ بللي دي او له ا.ا څخه یې په کلکه غوښتنه کړې ده چې بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پوره درناوی ولري.
































